انصار: ( د کب 10مه)، د برېتانیې شارژدافیر رابرټ ډکسن وايي، د دوحې په ناسته کې پر طالبانو حکومت د بندیزونو لرې کولو په اړه اجماع موجوده وه.
نوموړي تېره ورځ د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلی، که څه هم د دوحې په ناسته کې د طالبانو حکومت نه ګډون د تمې خلاف وو؛ خو بیا هم د یادې ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د امن، ټول ګډونه حکومت جوړېدو، د افغانستان د پرمختګ او د بندیزونو لرې کېدو په اړه اجماع درلوده.
د ریاست الوزرا له عمومي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، چې دوی له نړۍ سره تعامل غواړي او که غوښتنې یې ومنل شي؛ نو په راتلونکو ناستو کې به هم ګډون وکړي.
بل لورته تېره ورځ د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف هم له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې نړۍ باید له قید او شرط پرته پر اسلامي امارت یو طرفه بندیزونه لغوه کړي.
ژیرنوف په دې لیدنه کې د کابل او مسکو اړیکې ښې یادې کړې او ویلي یې دي، چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د خپلو شرایطو نه منلو له کبله د دوحې په ناسته کې ګډون نه و کړی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30379